د جرمي مسولیت نلرل سند

جرمی عدم مسؤلیت                                      جرمی عدم مسؤلیت فورمه
 

:لاندې معلومات او هدایات په دقت سره ولولئ


 دقونسلګری ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په کنبرا کې دقونسلګری ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه دقونسلګری ته لیږلای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ دقونسلګری ته
.راولېږي

. لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه دقونسلګری  ته راولیږي
.درخواست لیک: درخواست کوونکی باید یو درخواست لیک ولیکي او دقونسلګری ته د خپل اړتیا وړ خدمات روښانه کړي، لکه: (الف) کوم خدمات غواړي، (ب) بشپړ شهرت لکه نوم، د پلار نوم، د زېږېدنې نېټه او ځای، (ج) اوسنۍ پته، (د) د اړیکې شمېره 

.فورمه: درخواست کوونکی باید د جرمي عدم مسؤلیت فورمه، چې په دې پاڼه کې موجود دي، تر لاسه او په دواړو انګریزی او پښتو/دری ژبو یې په پوره دقت سره ډکه کړي 

د ګوتو نشان: در خواست کوونکی باید په مخصوصه فورمه کې د خپلو ګوتو نشان ولګوي. مخصوصه فورمه له دې پاڼې څخه او یا د نږدې پولیس مرکز څخه لاس ته راوړلای شئ. د یادولو وړ ده چې درخواست کوونکي باید د خپلو ګوتو نشان 

.د پولیسو په مرکز کې په تخنیکی شکل جوړ او فورمه ټاپه کړي. د هغه پُسته خانو په واسطه د ګوتو نشان هم جوړیدای شي او قونسلگری ته د منلو وړ دی چې د دې کار جواز لري 
.د تذکرې کاپي 

.د هستوګنځي د پتې تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره دقونسلګری ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د جرمنی د موټر چلولو د جواز ، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي 
ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ: درخواست کوونکی باید یو خالي د ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ د نورو اسنادو سره یو ځای دقونسلګری ته واستوي. دقونسلګری به له دې پاکټ نه په استفادې سره، ورورسته له دې چې اسناد صادر یا 
.طی مراحل شي، د درخواست کوونکی په پته جرمنی ته د پُست په واسطه ولېږي. درخواست کوونکی باید د دې پاکټ د تعقیب شمیره(ترکینګ نمبر) له ځان سره ولیکي تر څو د دقونسلګری څخه تر خپل کور پورې خپل اسناد تعقیب کړای شي

 محصول: دقونسلګری د یوه جرمي عدم مسؤ‌‏لیت در طی مراحل او صادرولو په مقابل کې ۱۵ جرمنی یورو محصول اخلي. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د قونسلگری په ویب پاڼه کې وجود لري. محصول د افغانستان دقونسلګری 

 په نامه (ایمبسی آف افغانستان)د مَني آرډر په واسطه لیږل کیدای شي. همداراز، محصول د کریډیټ کارټ په واسطه دقونسلګری سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي. همدارنګه محصول سفارت کې د بانکي کارتونو په

 .کارولو (ډیبیټ او کریډیټ) او د اِیفتپاس ماشین نه په استفادې سره ورسپارل کیدای شي. د یادولو وړ ده چې دقونسلګری په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي

. پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې ډول دي

وروسته له دې چې دقونسلګری پُستي غوټه لاس ته راوړي، که چیرته په اسنادو کې ستونزې نه وي، نو د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې ورباندې کار پیل کیږي. د اسنادو الکترونیکي کاپي (سکَن) د ایمیل په واسطه د افغانستان د ا.ج. د بهرنیو چارو .وزارت ته استول کیږي

.د افغانستان د ا.ج. د بهرنیو چارو وزارت د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې، اسناد اړوند ارګانونو ته لېږي 

.د بهرنیو چارو وزارت د څیړنو نتایج، چې د مختلفو ارګانونو څخه یاد وزارت سره شریک کیږي، په کنبرا کې د افغانستان دقونسلګری ته لېږي 

دقونسلګری د ا.ا.ج. د بهرنیو چارو د وزارت څخه د نتیجې د ترلاسه کولو وروسته د جرمي عدم مسولیت سند جوړوي او د هغه خالی ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ په واسطه چې درخواست کوونکي مخکې نه
دقونسلګری ته رالېږلی وو، د درخواست 

 

Pour prendre un rendez-vous cliquez ici