د زیږیدلو سند

          د زېږېدنې د سند تاییدول                             د زېږېدنې د سند

 

:لاندې اسناد د دې قونسلګری له خوا تاییدیږي


 د زېږېدنې د سند اصل یا د هغه ترجمه کوم چې د افغانستان د روغتونونو یا د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې په واسطه صادر شوی وي، او د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلي چارو د ریاست له خوا
.تصدیق شوی وي، د قونسلګری  له خوا په وړیا ډول تاییديږي
 ب). هغه اشخاص چې د افغانستان څخه بهر زېږېدلي وي
:دا قونسلګری لاندې اسناد تاییدوي

 .د زېږېدنې د سند اصل یا ژباړه چې د افغانستان څخه بهر ( د کوربه هیواد له خوا) ترتیب او صادر شوی وي او د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوی وي. محصول یې 10 یورو  کېږي 
.د زېږېدنې د سند اصل یا ترجمه چې د دریم هیواد په واسطه ترتیب او صادر شوی وي او په مقیم هیواد کې د دریم هیواد د سیاسي او قونسلي نماینده ګۍ له خوا څخه تایید شوی وي. محصول یې ۱۵ یورو کیږي 
.د زېږېدنې د سند اصل یا ژباړه چې د دریم هیواد په واسطه ترتیب او صادر شوی وي او د افغانستان سیاسي او قونسلي نماینده ګۍ له خوا څخه تایید شوی وي. محصول یې ۱۵ یورو  کیږي 
 

:د زېږېدنې د سند د تاییدی په اړه لاندې معلومات او ټکي دې پام کې ونیول شي

الف). د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته. دا خدمات د پُستې په واسطه تر سره کیدای شي
 .ب). قونسلګری ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په بن کې قونسلګری ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه قونسلګری ته لیږدولای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ قونسلګری ته راولېږي
 ج). لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه قونسلګری ته راولیږي

  .درخواست لیک: درخواست کوونکی باید یو درخواست لیک ولیکي او قونسلګری ته د خپل اړتیا وړ خدمات روښانه کړي. د مثال په ډول، د زېږېدنې د سند صدور، د اصل یا د ژباړې تاییدول او یا هم دواړه 
د دې سربېره، د درخواست کوونکي شهرت، د هستوګنځي پته او د اړیکې شمېره په درخواست لیک کې ولیکل شي
.د زېږېدنې د سند اصل یا د هغه ژباړه 
.د زېږېدنې د سند کاپي یا د هغه د ژباړې کاپي 
.د هستوګنځي د پتې تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره قونسلګری ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د جرمنی  د موټر چلولو د جواز ، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي 
  خالی ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ: درخواست کوونکی باید یو خالي د ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ د نورو اسنادو سره یو ځای قونسلګری ته واستوي. قونسلګری به له دې پاکټ نه په استفادې سره، ورورسته له دې چې اسناد صادر 
 .یا طی مراحل شي، د درخواست کوونکی په پته جرمنی ته د پُست په واسطه ولېږي. درخواست کوونکی باید د دې پاکټ د تعقیب شمیره (ترکینګ نمبر) له ځان سره ولیکي تر څو د قونسلګری څخه تر خپل کور پورې خپل اسناد تعقیب کړای شي

 د). محصول: قونسلګری د یو تصدیق یا صادرولو په مقابل کې ۱۵ جرمنی یورو  محصول اخلي، په استثنا د یوه مورد چې پورته ورڅخه یادونه وشوه. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د قونسلګری په ویب پاڼه کې وجود لري
محصول د افغانستان قونسلګری په نامه(ایمبسی آف افغانستان) د مَني آرډر په واسطه لیږل کیدای شي. همداراز، محصول د کریډیټ کارټ په واسطه قونسلګری سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي. همدارنګه محصول قونسلګری کې د بانکي کارتونو په کارولو
.او د اِیفتپاس ماشین نه په استفادې سره ورسپارل کیدای شي. د یادولو وړ ده چې قونسلګری په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي

 :ر). پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې ډول دي
.وروسته له دې چې قونسلګری پُستي غوټه لاس ته راوړي، که چیرته په اسنادو کې ستونزې نه وي، نو د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې ورباندې کار پیل کیږي 
.د طی مراحل او تایید نه وروسته، دا اسناد د هغه خالی ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ په واسطه چې درخواست کوونکي مخکې نه قونسلګری ته رالېږلی وو، د درخواست کوونکي په پته (جرمنی کې د ننه) لېږل کیږي 
په یاد ولری چې د نوي زیلانډ درخواست ورکوونکي باید د قونسلګری څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. د جرمنی  ته هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو په صورت کې د قونسلګری له خوا خبر ورکول کیږي
.تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د قونسلګری نه واخلي. پُستي شرکتونه د قونسلګری څخه اسناد په کاري ورځو

 Pour prendre un rendez-vous cliquez ici 

خبرتیا : مراجعین محترم میتوانند در تمام روزهای کاری (دوشنبه تا جمعه)، از ساعت 09:30 - 12:30 یا 14:00 الی 15:30 تشریف بیاورند. قابل ذکر است که داشتن وقت ملاقات (rendez-vous) ضروری نمی باشد.