وراثت

د حصر وراثت وثیقه                                             د حصر وراثت وثیقه فورمه 


 

:مهرباني وکړۍ د حصر وراثت په هکله لاندې معلومات او لارښوونې په دقت سره ولول

.سفارت ته راتګ: وارث یا وارثان، دوه تنه شاهدان او درې تنه اقرار کوونکي ټول په ټاکل شوي وخت باید کنبرا کې د افغانستان سفارت ته راشي او دې سفارت ته د حصر وراثت د وثیقې فورمه او نور لازم اسناد وړاندې کړي

. د درخواستئ فورمه: د حصر وراثت در وثیقې غوښتوونکی باید د اړونده فورمه، چې په دې پاڼه کې قرار لري، تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو/دری ژبه د اړتیا وړ معلومات پکښې ولیکي

. شاهدان، اقرار کوونکي او لازم اسناد: مهربانی وکړۍ لاندې معلومات په دقت سره ولولۍ او باید د اړتیا وړ اشخاص او اسناد په ټاکلي وخت سره افغانستان سفارت کې شتون ولري
.وارث یا وارثان: له وارثانو څخه لږ تر لږه یو تن باید د حصر وراثت د وثیقې د جوړولو پر مهال په سفارت کې د لاندې اسنادو سره حضور ولري
.وارث یا وارثان باید د حصر وراثت د سند د جوړولو په وخت کې د وفات شوي شخص (مور یا پلار) فوتي سند له ځان سره ولري. د فوتي سند څخه پرته حصر وراثت وثیقه نه جوړیږي 
 .د پاسپورټ یوه کاپي (افغاني یا آسټرالیایي یا نیوزیلنډي) یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د جواز یوه کاپی د دوه قطعی عکسونو سره چې سایز یې ۴ * ۴.۵ سانتی وي او تازه اخیستل شوي وي 

. اقرار کوونکي: درې تنه اقرار کوونکي (۱۸ کالو نه پورته) چې د وارثانو د کورنۍ سره بشپړ پېژنګلي ولري، د پاسپورټ، یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د جواز د کاپي او دوه قطعې عکسونو سره (سایز یې ۴ * ۴.۵ سانتی) سفارت ته راشي

 شاهدان: دوه تنه شاهدان چې کیدای شي دوه تنه نارینه او یا څلور تنه ښځینه وي (۱۸ کالو نه پورته) د خپلو پاسپورټونو د کاپي (افغاني یا آسټرالیایي یا نیوزیلنډي) یا تذکرې کاپي او یا هم د موټر چلولو د جواز کاپي او
.دوه دوه قطعی عکسونو سره (سایز یې ۴ * ۴.۵ سانتی) چې تازه اخیستل شوي وي سفارت ته راشي

 محصول
سفارت د حصر وراثت د یوې وثیقې د صادرولو په مقابل کې ۱۹۰ آسټرالیایې ډالره محصول اخلي. دا محصول د مني آرډر په ذریعه د سفارت په نوم جمع کیدای شي، یا د ایفت-پاس په ماشین کې د ډیبیټ/کریډیټ کارتونو په واسطه په سفارت کې
.د ننه تحویلیدای شي. سفارت په هیڅ ډول نغدې پیسې نه اخلي

 توضیحات
 درې تنه اقرار کوونکيد حصر وراثت د سند د جوړولو لپاره لږ تر لږه د شپږو کسانو شتون حتمي او لازمي دي ( لږ تر لږه یو تن وارث + دوه تنه شاهدان
تذکر : مراجعین محترم میتوانند در تمام روزهای کاری (دوشنبه تا جمعه)، از ساعت 09:30 - 12:30 یا 14:00 الی 15:30 تشریف بیاورند. قابل ذکر است که داشتن وقت ملاقات (rendez-vous) ضروری نمی باشد.