وکالتنامه

 وکالتنامه                                          د وکالتنامه فورمه

 

.مهرباني وکړۍ لاندې معلومات په دقت سره ولولۍ

.د ملاقات وخت: دوکالتنامې غوښتوونکي مخکې له دې چې قونسلګری ته مراجعه وکړي، باید د ملاقات وخت ولري چې په آنلاین ډول اخیستل کیږي. قونسلګری هغه مراجعینو ته خدمات نه شي وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري
 .د ملاقات د و خت د ټاکنې لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړۍ

.قونسلګری ته راتګ: ټول متقاضیان د وکالتنامې د جوړولو لپاره، د خپلو شاهدانو سره، باید کنبرا کې د افغانستان قونسلګری ته راشي او دې قونسلګری ته لازم اسناد وړاندې کړي
 .د درخواستۍ فورمه: درخواست کوونکي باید د درخواستۍ فورمه له دې پاڼې څخه تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو ژبه یې ډکه کړي. د معلوماتو د لیکنې په وخت باید ډیره پاملرنه وشي
.د ضرورت وړ اسناد او شاهدان: افغانستان قونسلګری ته د راتګ څخه د مخه، د وکالتنامې د ضرورت په اساس، اسناد ترتیب او شاهدان له ځان سره ولرۍ. دا برخه په دقت ولولۍ

: د نکاح نامې لپاره د وکالتنامې جوړول

 د افغانستان قونسلګری نکاح نامه نه جوړوي. د نکاح نامې د اخیستلو لپاره سفارت کې وکالتنامه جوړیږي او باید یو د زوجینو څخه (ښځه یا خاوند) چې په آسترالیا یا نوي زیلاند کې اوسېږي په قونسلګری کې د شاهدانو
.او اړوند اسنادو سره حضور ولري. اړوند اسناد په لاندې ډول دي

.دیو درخواست لیک چې پکښې د زوجین (ښځه او خاوند) بشپړ شهرت، د واده تاریخ او د واده ځای لیکل شوی وي
 .د وکالتنامې د جوړوونکي (موکل) او د هغوی د ښځې یا خاوند د تذکرې یا پاسپورټ کاپي
 .(د وکالتنامې د جوړوونکي (موکل) دوه قطعې نوي اخیستل شوي عکسونه (سایز۴ * ۴.۵ سانتی
 .د وکیل د تذکرې کاپي او یو قطعه عکس 

، دوه تنه نارینه یا څلور تنه ښځینه شاهدان (د ۱۸ کلونو څخه پورته عمر لروونکي) د هغوی د تذکرې یا پاسپورټ (افغانی) او یا د موټر چلولو جواز کاپي
.د یو قطعه عکس(سایز۴ * ۴.۵ سانتی) سره چې نوی اخیستل شوی وي قونسلګری ته راشي


:د وکالتنامو نور ډولونه

 د وکالتنامې د جوړولو په وخت کې چې د هر هدف لپاره وي موکلین باید د (۱) تذکرې یا پاسپورټ کاپي، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي، او (۳) یو قطعه عکس چې نوی اخیستل شوی وي، په خپل ټاکل شوي وخت باندې
.سره د شاهدانو سفارت ته راشي
.دوه تنه شاهدان د (۱) پاسپورټونو ( افغاني، آسترالیایي یا نیوزیلنډي) او یا تذکرو د کاپۍ، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي او (۳) یو یو قطعه عکس سره چې په نږدې وخت کې اخیستل شوی وي (سایز ۴ * ۴.۵ سانتی) قونسلګری ته په خپل ټاکلي وخت حاضر شي
.وکیل : موکل یا موکلین د خپل وکیل د تذکرې یا پاسپورټ کاپی او یو قطعه عکس چې تازه اخیستل شوی وي باید له ځان سره ولري

د جایداد په اړه وکالتنامه: که چیرته وکالتنامه د جایداد په اړه وي او ملکیت هم میراثي وي نو درخواست کوونکي (موکل یا موکلین) باید د حصر وراثت د وثیقې کاپي له ځان سره ولري. د قبالې او یا د ملکیت د سند د کاپي شتون، که ملکیت
.شخصی وي او که میراثي، مهم دی

 محصول: د یوې وکالتنامې د جوړولو بیه ۱۹۰ جرمنی یورو کېږي، چې د اِفتپاس د ماشین له لارې د بانکي کارتونو په کارولو سره او یا د افغانستان قونسلګری  په نوم د مَني آرډر په واسطه ورکول کېدای شي.

تذکر : مراجعین محترم میتوانند در تمام روزهای کاری (دوشنبه تا جمعه)، از ساعت 09:30 - 12:30 یا 14:00 الی 15:30 تشریف بیاورند. قابل ذکر است که داشتن وقت ملاقات (rendez-vous) ضروری نمی باشد.