Demande de passport
پاسپورټ د پاسپورت فورمه
.قونسلګری ته راتګ: ټول متقاضیان د پاسپورت لپاره باید پاریس کې د افغانستان سفارت ته راشي او دې قونسلګري ته لازم اسناد وړاندې کړي
:لازم اسناد: ټول متقاضیان باید لاندې اسناد او د لاندې اسناد کاپی قونسلګری ته د راتګ په وخت کې له ځان سره ولري.
هر درخواست چې کاپیان یی ناتکمیل وی رد کیږي
الف) د درخواستئ فورمه: د پاسپورټ غوښتوونکی باید د پاسپورټ فورمه، چې په دې پاڼه کې قرار لري، تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو او انګریزي ژبه ډکه کړي. تر ټولو مهم هغه ځایونه دي چې د پاسپورټ په لمړۍ صفحه کې چاپ کیږي لکه نوم، تخلص، د زیږیدو نیټه (ورځ/میاشت/کال) په هجری لمریز او میلادي باندې، قد یا ونه په سانتي متر، دنده او نور مشخصاتو ته باید خاصه پاملرنه وشي او په فورمه کې واضح ولیکل شي
ب) د تابعیت تذکره: د پاسپورټ غوښتوونکی سفارت ته د راتګ پر مهال باید د خپلې افغاني تائید شوي تذکرې کاپي ( چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید او ثبت شوي وي) له ځان سره ولري. که چیرته تذکره یې تائید شوي نه وي نو پاسپورټ صادر نه کیږي. قونسلګری هغه مهال نوی پاسپورټ صادرولای شي چې د پاسپورټ غوښتوونکي تذکره د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا تائید شي او یا مخکې تائید شوی وي
.ج) عکس: د پاسپورټ غوښتوونکی باید درې قطعې نوي عکسونه (اندازه: ۴*۴.۵ سانتی متر) د سپین شالید سره قونسلګري ته تسلیم کړي.
.د) مخکینی پاسپورټ: د پاسپورټ غوښتوونکی باید خپل زوړ پاسپورټ قونسلګری ته راوړي.
.هـ) د ماشوم لپاره د پاسپورټ اخیستنه: که چیرې د پاسپورټ غوښتوونکی ماشوم وي او په فرانسه کې زیږیدلای وي نو د ماشوم والدین، د پورته اسنادو سربیره، لاندې اسناد هم قونسلګری ته وړاندې کړي
.د والدینو تذکرې: د مور او پلار د تابعیت د تذکرو کاپي ته اړتیا ده. د تابعیت د تذکرې په هکله پورته یاده شوې پروسه د تطبیق وړ ده
.و) په فرانسه کی د اقامت اسناد یا د اقامت موقت سند
.ز) د فیس تحویلی، چې یوازی په سفارت کی او د بانکی کارت سره اخیستل کیږي.
د ۵ کلن پاسپورټ تحویلی : ۱۲۰ یورو
د ۱۰ کلن پاسپورټ تحویلی: ۲۲۰ یورو
خبرتیا : مراجعین محترم میتوانند در تمام روزهای کاری (دوشنبه تا جمعه)، از ساعت 09:30 - 12:30 یا 14:00 الی 15:30 تشریف بیاورند. قابل ذکر است که داشتن وقت ملاقات (rendez-vous) ضروری نمی باشد.